پوښتنه : دانټرنیټ کیفي Net Cafe کاروبار څنګه دی ؟ په داسي حال کې چېد مالک له طرفه یواځي کمپیوټر او دانټرنټ سهولت وړاندي کیږي چې په هغه کې دفحش اوغلطوموادو دکنترول اهتمامهم کول کیږي ؟ اودفحش او غلطو موادو دنه کنترول پهصورت کې یې څه حکم دی ؟ که دمهرباني له مخې دواړه صورتونه ښه واضح کړئ .جواب : څرنګه چې دانټرنیټ اصل وضع د تخریبي اوفحش مقاصدو لپاره نه ده ،بلکه دمعلوماتو اونورو مهمو امورو لپاره ده ، ځکه نو دانټرنټ کیفي کاروبارکول صحیح دي خو چلونکي ته په کاردي چې حتی الامکان دفحش ویب سایټونو بلاکولو اهتمام وکړي چې ددېلپاره مختلف پروګرامونو اوطریقيشته ، په دې سربېرهپه کار دي چې په هره غرفه کې یو یواعلان ولیکي چې فحش شیان کتل دشریعت له نظره سخت حرام اوګناه دهنوځکه یې کتل منع دي ، خوله دې سره سره که بیاهم یوڅوک فحش شیاناستعمال کړي نو هغهاستعمالونکی خویې ګنهګاردی خو په کاروبارباندي هیڅ اثر نه اچوي ، هو ! که دکوم چاپه باره کې یې یقین راشي چې دغه تن فحش شیان ګوري اویایې هم غالبګمان وي نو هغه تهداسهولت ورکول او په دې باندي اجرت اخستل له کراهیت څخه خالي نه دیم . محمدوالله تعالی اعل
افغانستان